دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 211587
پکتیا کې ډاکتران: نږدې ۸۰ سلنه ناروغان د کرونا علایم لري
د پکتیا ولایت د شخصي روغتونونو او کلینیکونو یو شمېر ډاکتران وایي، په دې ولایت کې کرونا ویروس په ډېرې چټکۍ مخ په خپرېدو دی او په کار ده چې ولایتي اداره په بېړني ډول د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

خو د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي بیا پرته له دې چې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي له ماسک پرته د ګڼه ګوڼې ځایونو ته ورځي او لازمه فاصله هم نه‌مراعاتوي.
د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزی وايي، له تېرو ۵ ورځو راهیسې یې د ناروغانو سمپلونه نه‌دي اخیستل شوي، ځکه په خبره‌یې په لابراتوار کې د کرونا ویروس د تشخیص کېټونه ختم شوي دي.
د پکتیا ولایت مقام چارواکي وایي، د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره به د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم خپلو اجراأتو ته دوام ورکړي، خو له عامو خلکو هم غواړي چې له ولایتي ادارې سره په دې برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
په پکتیا کې تر دې دمه د کرونا ۶۵۹ پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۰۸ کسان روغ شوي او ۷ تنه مړه شوي دي.
سرچينه : پکتیا کې ډاکتران: نږدې ۸۰ سلنه ناروغان د کرونا علایم لري
https://avapress.com/vdcjove8auqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته