دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 217912
پکتیا کې موټربم چاودنې او بريد ۸ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واړوله
د پکتیا ولايتي چارواکي وايي، نن سهار د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو پر کنډک موټربم چاودنې او وروسته ډله‌ييز بريد کې درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا والي حليم فدايي رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي، دغه بريد نن سهار درې نيمې بجې ترسره شو. د نوموړي په خبره، لومړی د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو پر کنډک موټربم بريد ترسره شو او وروسته دوه ځانمرګي بريدګر د عامه پوليسو د ساتنې کنډک ودانۍ ته دننه شول.
د نوموړي په خبره، دواړه بريدګر د پوليسو له لوري ووژل شول.
فدايي وايي، په دغه بريد کې د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو د کنډک درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو د دغه بريد مسوولیت منلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzqnii23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته