دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 151902
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې د مامورینو په ګوښه کولو اختلاف

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي، د دغه کمسیون د پنځو پخوانیو مامورینو د ګوښه کولو د پریکړې په اړه یوه خوله نه دي، د کمیسیون رئيس وايي، چې د قانوني سرغړونو په تور یې د دغه کمیسیون پنځه غړي لري کړي، خو د کمیسیون مرستیاله ټینګار کوي، چې ګوښه شوي کسان د قومي او ژبنیو تعصبونو پر بنست له دندې لرې شوي دي.

تیره ورځ د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیس عبدالعزیز آریايي، د دغه کمیسیون د دارالانشا‌ پنځه غړي، د قانون ماتونې او په دنده کې د ناغیړیو له امله له دندې ګوښه کړل.

په ګوښه شویو کسانو کې د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا‌ء مسلکي مرستیال، د څیړنو او تحلیل رئیس، د بشري منابعو رئیس، د اسنادو او اړیکو رئیس او د حاضرۍ مدیر شامل دي.

ښاغلي آریايي د دوشنبې په ورځ د دغو کسانو د ګوښه کولو په اړه د سرغړونو یو اوږد لیست، چې په کې د افغان ولسمشر له حکم څخه د سرغړونې ادعا هم شوې ده، خبریالانو ته وړاندې کړ او ویې ویل "دوی هغه کسان وو، چې له لومړۍ ورځې څخه یې خنډونه جوړول، دوسیې یې دلته پرتې دي، چې موږ د افغانستان جمهوري ریاست ته او لویې څارنوالۍ ته هم لیږلي".

خو د دغه کمیسیون مرستیالې حمیرا حقمل د ښاغلي آریايي له وینا وروسته خبریالانو ته وویل، چې دغه کسان په غیر قانوني توګه د کمیسیون د رئیس له خوا له دندو ګوښه شوي دي.

آغلې حقمل د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د رئیس له خوا پر ګوښه شویو کارکوونکو باندې لګیدلي تورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې دغه کسان د قومي او ژبنیو تعصباتو پر بنسټ له دندې ګوښه شوي دي.

هغې وویل "دا (ګوښه شوي کسان) مشخصاٌ ټول یې پښتانه دي... د کمیسیون لس کاري میاشتې ټولې د جناب رئیس په دسیسو او توطئو کې تیرې شوي دي، موږ د دسیسو او توطئو د دفع په حالت کې یو".

آغلې حقمل زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیس دغه شمیر مامورین د دې لپاره له دندو ګوښه کړي، چې پر ځای یې د خپل د پام وړ کسان په دندو وګوماري.

دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشا رئیس عبدالعلي ستیغ وايي، چې ګوښه شويو مامورینو په خپلو دندو کې مسلکي وړتیا لرله او د اړتیا په وخت کې به ان د جمعې په ورځې دندې ته حاضریدل.

هغه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیس له خپلو صلاحیتونو څخه په ناوړې ګټې اخیستنې تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې نوموړی په یوه برخه کې هم کاري او مدیریتي ظرفیت نه لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzf0fxyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته