دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 152677
عبادت ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو پر وړاندې د بریدونو په اړه د یوناما ځانګړی رپوټ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن یو ځانګړی رپوټ خپور کړ، چې د شیعه مسلمانانو پر عبادت ځایونو او غونډو د بریدونو په ګډون پر عبادت ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو د بریدونو چټک زیاتوالی مستند کوي.

د ۲۰۱۶میلادي کال د جنوري له لومړۍ نیټې راپدیخوا یوناما د ۴۲بریدونو له امله د ۸۳۳ملکي وګړو مرګ ژوبله ( ۲۶۱
وژل شوي او ۵۷۲ټپیان) ثبت کړې، چې عبادت ځایونه، مذهبي مشران او عبادت کوونکي یې په نښه کړي. د ملکي وګړو
مرګ ژوبله چې د دا ډول بریدونو په پایله کې د ۲۰۱۶کال له پیل راهیسې رامنځ ته شوي، دهغو تلفاتو نږدې دوه برابره
جوړوي، چې د ۲۰۰۹او ۲۰۱۵کلونو تر منځ مستند شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو وویل: " قانون ته د درناوي په خاطر، د عبادت کوونکو او مذهبي مشرانو په نښه کول ودروئ. "

د اربعین د مراسمو پرمهال د خپلو خبرو په اوږدو کې، چې د عاشورا د عزا دارۍ څخه ۴۰ورځې وروسته تر سره کیږي،
ښاغلي یاماموتو د افغانستان د دولت وروستۍ هڅې وستایلې چې د عبادت ځایونو د امنیت په برخه کې یې تر سره کړي او هغوی یې وهڅول څو د افغانانو د خوندیتوب په برخه کې ټول لازم اقدامات تر سره کړي، په تیره بیا د فرقه یې بریدونو په مخنیوي کې، څو هغوی وکړای شي خپله مذهبي او عقیدتي ازادي وکاروي او په امن کې عبادت وکړي.
رپوټ د دولت ضد عناصرو لخوا د بریدونو پر ناړوه ډولونو رڼا اچوي، چې پر ملکي وګړو د عبادت پر مهال تر سره شوي، په
تیره بیا پر شیعه مسلمانانو. په رپوټ کې د دولت ضد عناصرو له خوا د هدفي وژنو بریدونه مستند شوي چې دیني عالمان او مشران یې په نښه کړي او دولت پلوه یې بولي، همدارنګه د امنیتي ځواکونو هدفي وژنې په جومات کې د عبادت پر مهال هم په رپوټ کې راغلي دي.

رپوټ له یو لړ سپارښتنو سره پای ته رسیږي، چې پر دولت ضد عناصرو غږ شوی څو پر عبادت کوونکو او مذهبي مشرانو
بریدونه ژر تر ژره ودروي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5x0f5yt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته