د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین"Ursula von der Leyen" په مزار شریف کې دېره له جرمني ځواکونو څخه د کتنې پر مهال وویل چې نړیوال ځواکونه په وروستیو کلونو کې په ډېره بیړه له افغانستان نه ووتل او هغه هم په داسې وخت کې چې موږ ټول په دې پوه و چې د دې هېواد امنیتي وضعیت خراب دی.
د جرمني دفاع وزیرې په عین حال کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله مرستو ته ژمن دی.
مېرمن در لاین له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو محارب مأموریت پای ته ورسېد، په دې هېواد کې په چټکۍ د نړیوالو ځواکونو د شمېر پر کمېدو انتقاد وکړ او ویېویل چې نړیواله ټولنه اوس په دې پوه شوې چې ورته پهکار ده چې له ډېر صبره کار واخلي.
هغې زیاته کړه، دا یې نهدي هېر کړي چې هغه وخت چې موږ د "ISAF" په چوکاټ کې په ډېره بیړه او زیاته پیمانه د سرتېرو شمېر کم کړ، ټول په دې پوه و چې د افغانستان امنیتي وضعیت خطرناک دی.
د جرمني دفاع وزیرې وویل، افغانان تر اوسه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ، مشورې او روزنې ته اړتیا لري او زیاتهیې کړه چې تر اوسه ډېر څه شته چې باید ترسره شي، خو دا په دې ډاډه ده چې په دې هېواد کې د دوی مأموریت پر سم لوري مخ ته ځي.
د جرمني دفاع وزیرې وویل، افغانستان به موږ تر یوې اوږدې مودې پورې بوخت وساتي چې موږ ته هم پهکار ده له ډېر زغمه کار واخلو.
په اوس وخت کې په افغانستان کې چې یو وخت د نړیوالو مرستندویه ځواکونو یا "ISAF" د مأموریت په چوکاټ کې د سرتېرو شمېر شااوخوا ۱۵۰ زره تنو ته رسېده اوس په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو شمېر شااوخوا ۱۷ زره تنه دی.
ډېری برخهیې هم امریکایي سرتېري دي.
امریکایي چارواکو په افغانستان کې د پوځي هڅو د پراختیا لپاره د واشنګټن د نوې اعلان شوې ستراتېژۍ په ترڅ کې د جرمني په ګډون د ناټو له نورو متحدینو هم غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي، خو دوی تمه نهکوي چې جرمني به د نوي حکومت تر جوړېدو مخکې په دې اړه کومه پرېکړه وکړي.
د جرمني پارلمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د جرمني پوځیانو مأموریت د درېیو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ، تر څو نوی جوړېدونکی حکومتیې وروسته د اوږد مهاله غځېدو په اړه غور وکړي.
په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې د جرمني شااوخوا ۹۸۰ پوځیان په دې هېواد کې خدمت کوي.