دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 155395
هر کال بو د جه ولګول شي؛ نو له ۳۰۰- ۴۰۰  زره کسانو ته د کار زمینه برابرولی شي

د سې شنبې پر ورځ( د مرغومی ۵) په کابل کې د کارګمارونکیو ملي کنفرانس د کار د نړیوال سازمان په مرسته جوړشو، چې موخه یي د کار رامنځته کول، د مارکیټ مدیریت او د ټولنیزو شریکانو ظرفیت لوړول دي.

د سوداګرۍ خونه وايي؛ تر هغې، چي حکومت خصوصی سکتورته د پانګونې زمینه برابره نکړي په هېواد کې به بیکاري ورکه نشي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي، په هېواد کې بیکار تر ټولو ستره ستونزه ده او که حکومت غواړي دا ستونزه حل کړي؛ باید خصوصي سکتور تقویه او اساسی کارونه ور ته وکړي، چې د کار زمینه برابره شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرفیض الله ذکي وايي، د بېکارۍ  د له منځه وړلو لپاره د پراختیايي بود جې لګول خورا مهم دي. که هر کال بو د جه ولګول شي؛ نو له ۳۰۰- ۴۰۰  زره کسانو ته د کار زمینه برابرولی شي.

هغه وایي، د حرفوي زدکړو لړۍ به د خصوصي سکتور له غوښتنو سره برابره او د بېکارۍ د ختمولو لپاره په ټوله معنا حاضر دي، چې ور سره په ګډه کار وکړي.

په هېواد کې شته بی کاري د اندېښنې وړده او دې ستونزې ته د حل لپاره باید له خصوصي سکتور سره د همغږۍ بېلابېلې لارې ولټول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnk0fkyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته