دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۴
د مطلب کود : 155538
د تبیان او افغان غږ مرکز باندی برید په غبرګون د بلخ والی وینا:

نور: د تروریستی پیښو اصلی لامل د مدیریت کمزورتیا او امنیتی ښه تګلارې نه شتون دی

نور: د تروریستی پیښو اصلی لامل د مدیریت کمزورتیا او امنیتی ښه تګلارې نه شتون دی
د بلخ والی په کابل کی د تبیان او افغان غږ (آوا) پر مرکزی دفتر باندی د تروریستی برید په اړوند، دا تروریستی برید د هغه دردناکو پيښو څخه وباله چی هره ورځ زموږ هیواد ورسره مخامخ دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په یو پيغام کی عطامحمد نور د ( هره ورځ دلته ماتم دی ) تر عنوان لاندی د نن ورځې خونړیزه برید د هیواد دردناکو بریدونو څخه وبلل چی هره ورځ زموږ هیواد او هیواد وال ورسره مخ دی.
د هغه په وینا، د امنیتی سمې تګلاری نه شتون او مدیریت کمزورتیا په حکومت او امنیتی نهادونو کی د هغو اصلی لاملونو څخه دی چی دا پیښې د افغانستان په زړه کی رامنځته کیږی.
د بلخ والی خپل زړه سواند او همدردی د تبیان کلتوری مرکز رهبری او افغان غږ، ددی پيښې شهیدانو کورنیو سره شکاره، د شهیدانو لپاره جنت فردوس، محترمو کورنیو ته یی صبر او ژوبل سویو ته عاجل شفا غوښتونکی دی.
ددی ګزارش په اساس، په کابل کی د تبیان او افغان غږ پر مرکزی دفتر باندی بریدونو کی، د ۴۰ تنو څخه ډیر شهیدان او ۵۰ څخه ډیر ټپیان سوی دی.

https://avapress.com/vdcc1pqs42bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته