د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د۱۳۹۶ مالي کال په لویو قراردادونو کې د ۱۱ ميلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی.÷
ارګ ماڼی د ملي تدارکاتو ادارې د راپور په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې د تېر مالي کال د راپور پر بنسټ، ملي تدارکاتو کمېسیون د وزارتونو د امرینو له صلاحیتونو څخه پورته تر ۸۰۰ زیاتې پروژې ارزولي او دې کمېسیون پرې تصمیم نیولی چې د دې ارزونو په پایله کې د ۱۱ میلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی دی.
د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس انجینر الهام عمر هوتکي وایي، په ۱۳۹۶ مالي کال کې زیات تحرک په زیربنایي او ساختماني پروژو کې رامنځته شوی، لکه څنګه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون کې ډېرې پروژې د فوایدعامې، انرژۍ او اوبو، کلیوپراختیا او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند وې، له څېړنو وروسته منظور شوې دي
هوتکي زیاته کړه، بله ښه پایله، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د تېر کال په پرتله په عملیاتي لګښتونو کې د پام وړ کموالی دی.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس یادونه وکړه، د ملي تدارکاتو کمېسیون ۵۱ اوونیزې غونډې کړي او د ډېرو پروژو په اړه یې پرېکړه کړې، د عامه منابعو د حیف و میل څخه پام وړ مخنیوی دا ثابتوي هغه پوښتنې او نيوکې به چې کله کله د پروژې د مودې د غځېدو په اړه مطرح کېدې، موجه نه دي.
نوموړي یادونه وکړه، ملي تدارکاتو کمېسیون او ملي تدارکاتو اداره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړې ادارې (SIGAR) او دغه راز د فساد ضد څارنې او ارزونې ګډې کمېټې ( MEC) په راپورونو کې مثبت ارزول شوي.