دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 157492
تخار کې د یوې مېرمنې د لښتو وهلو ویډیو په اړه غبرګونونه

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي، په وروستیو کې پر ټولنییزو شبکو یوې مېرمنې د لښتو وهلو ویډیو خپاره شوې چې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولې ده.

د راپورونه له مخې، دغه پیښه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

لوموړی معلومات ښیي چې دغه مېرمن په یوه صحرایي محکمه کې د نامشروع اړیکو په تور مجرم پیژندل شوې او په ویډيو کې ليدل کېږي چې ګڼ شمېر کسان دغه مېرمن په سر او وجود په لرګيو وهي.

په دغه ویډیو کې دا هم لیدل کیږي چې قهرېدلي کسان د الله اکبر نعرې وهي او ځینې کسان دغې مېرمن ته سپکې سپورې وايي.

په همدې حال کې ځایي چارواکي په تخار ولایت کې وایي، چې د خپره شوې ویډیو او د مېرمنې د صحرایي محکمې په اړه به جدي څېړنې پیل شي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور  وایي، په دغه صحرايي محاکمه کې د ښکېلو کسانو او د عاملينو د نيولو حکم صادر شوی دی.

په ټولینزو شبکو کې ګڼ شمېر کسانو دغه عمل سخت غندلي دي او پر حکومت غږ کوي چې د ښځو پر وړاندې د ورته پیښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn50fxyt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته