دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 160573
همایون: حکمتیار د جرګې په اړه بی بنسټې خبری دی نه کوی
د افغانستان ولسی جرګې اداری پلاوی د حکمتیار څرګندونې چی ولسی جرګه یی سوداګریز مارکیټ بللي وو، بی بنسټه وبلل او وویل چی دا خبرو ته ارزښت نه ورکوی.

د افغانستان پر ملي شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار انتقاد د ولسي جرګې د اداري پلاوي د يو شمېر غړو له غبرګون سره مخ شوی.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د دغې جرګې د شنبې د ورځې د ناستې مشري يې کوله، د حزب اسلامي له مشره وغوښتل چې په راتلونکي کې دې له داشان څرګندونو ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه شخصاً دې خبرو ته ځکه ارزښت نه ورکوم چې ښاغلی حکمتیار هم د دې وطن دی او د هېواد د نورو وګړو په شان کولای شي په دې اړه نظر ورکړي، خو دا چې هغه د يو لوی حزب رهبر دی، نو داسې څرګندونې ورسره نه ښايي، نو زموږ هیله ورنه دا ده چې په راتلونکي کې دې د ولسي جرګې په اړه داسې بې بنسټه څرګندونې نه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تیره دوشنبه ننګرهار ته لاړ او هلته یې په يوه غونډه کې د افغانستان په ملي شورا انتقاد وکړ او ويې ویل چې د افغانستان اوسنۍ ملي شورا په یوه سوداګریز مارکېټ بدله شوې ده.
https://avapress.com/vdchqvnzx23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته