دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 161339
هند افغانستان ته Mi-۲۴ هلیکوپټرې ورکوي
د افغانستان دفاع وزارت د هندوستان له خوا افغان پوځ ته ورکول کېدونکې څلور څرخي الوتکې، د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې اغېزناکې ګڼي.

په پام کې ده په نېږدې راتلونکي کې، هندوستان دغه څلور Mi-۲۴ ډوله ترميم شوې الوتکې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"دا د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې ډېر اهميت ځکه لري چې د افغانستان له جغرافيا سره ډېر مساعد هليکوپټرونه دي، ورکړه يې ځکه مهمه ده چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې خپل ظرفيت لوړ کړو."
هندوستان تر دې مخکې هم له افغانستان سره د پوځي برخې تر څنګ په اقتصادي ډګر کې يو لړ مهمې همکارۍ کړې دي.
د ٢٠١٧مېلادي کال له جون مياشتې راهيسې افغانستان له هندوستان سره د هوايي دهلېز يا کوريدور له لارې تجارت کوي.
 
https://avapress.com/vdcipzaz3t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته