دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 161946
په تېرو درې وځو کې ټاکنو ته ۱۳۰۰۰ کسانو نومونه لیکلي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ځکه، چې په تېرو درې ورځو کې په ټولیزه توګه دیارلس زره کسانو نومونه لیکلي دي.
خلک وايي، چې زیاتره کسان د ټاکنو په اړه معلومات نلري او عامه پوهاوی کمزوری دی؛ ځکه، نو نوملیکنې ته ډېر لږ خلک مرکزونه ته ورغلي دي.
د کابل اوسیدونکی امرخېل وایي: تېرې ټاکنې د مصلحت له مخې ترسره شوې وي. له اوسنیو ټاکنو مو هیله داده، چې رڼې او له درغلیو پاکې تر سره شي او له خلکو هم غواړو، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.  
د کابل یو بل اوسیدونکی شېرزی وایي: زمونږ په سیمه کې نوملیکنه ښه په کرار روانه ده او زه ترې راضي یم.
د نوملیکنې د مرکز ريیسه سعدیه ګلاب زوی وایي: په نوملیکنه کې د ښځو ګډون د تېرو دوه ورځو په پرتله اوس ډېر شوی او د هرې ورځې په تېریدو ښځې او نرینه مساوي راځي.
ناامني د راروانو ټاکنو په وړاندې ستره ستونزه بلل کیږي او اندېښنې هم پخپل ځای دی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین له وسلوالو طالبانو غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل کاندیدان وروپېژني.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیط الله هاشمي وایي: ټاکنې د همدې لپاره دي، چې سیاسي او امنیتي مسایل او نورې ناخوالې حل کړي. مونږ هیله من یو، چې رڼې ټاکنې ولرو. کیدی شي دا بهیر د سولې له راتګ سره هم مرسته وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي. کمیسیون له خلکو غواړي، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ولیکي او د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو د ولسمشر غني او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه غوښتنه رد کړې، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې له وسلوالو طالبانو کړې ده. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خلکو پر ګډون ټینګار کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0sqse2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته