د ناټو د ځانګړو عملیاتو واحد په یوه راپور کې لیکلي، چې افغان او امریکایي ځانګړو ځواکونو د یشکنبې په شپه په مرکز پل علم کې د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر په پټنځای چاپه وهلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ډلمشر احمد ګل نیول شوی.
د سرچینې په وینا، احمد ګل په پلازمېنه کابل کې د وروستيو بریدونو ترشا لاس درلود او د الحمزه په نوم د ځانمرګو د یوې ډلګی مشری یې په غاړه درلود.
د ناټو د ځانګړو عملیاتو واحد وایي، دغه ډله د حقاني شبکې په مرسته په کابل کې بریدونه ترسره کوله او له حقانې شبکې څخه پیسې، وسلې او سپارشتنې ترلاسه کوله.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والې ډلې د طالبانو په ګډون هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)