دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 162818
ناټو قوماندان د کابل برید په غبرګون کې دښمنانو ته سخت خبرداری ورکړ
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن په کابل کې د پر له پسې ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې هیڅکله به د افغانستان دښمنان پر افغانانو بریالي نه شي.
نوموړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې ورته اقدامات به د افغنستان د خلکو په مقابل کې د ناټو ژمنتیا لا زیاتې او پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه، چې ناټو د خپل افغان ملګرو ترڅنګ د هغو کسانو پر ضد ولاړ دی چې د دې خاورې د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ کوي او د سولې په اړه د افغانانو غوښتنو ته د رد ځواب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه کابل کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې نن سهار لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.
د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، په وژل شویو کې یو شمېر خبریالان هم شامل دي او لږ تر لږه ۴۵ کسان ټپينا شوي دي.
د راپورونو له مخې، په افغانسان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو د ننې ورځې بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی ی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb85b8wrhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته