نوموړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال هیله څرګنده کړه چې وسله وال طالبان هم اوربند وکړي.
جنرال یفتلي ټینګار وکړ چې افغان حکومت یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړی دی او د داعشیانو، لښکر طیبه، او القاعدې په ګډون د بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځي عملیات دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، چې د اوربند په موده کې به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو په وړاندې له پوځي عملیاتو لاس واخلي خو د برید او سرغړونې په صورت کې به یې ځواب ویلو ته پوره چمتووالی ولري.
په همدې حال کې جنرال یفتلي وویل که چیرې وسله وال طالبان د حکومت اوربند ته مثب ځواب ووایي نو د اوربند موده به وغځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن د یو بیان په نشرولو سره وویل چې د دیني عالمانو فتوا ته په کتو افغان حکومت پرېکړه کړی چې د روژې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د عیدالفطر تر پنځمې ورځې پورې له وسله والو طالبانو سره اوربند وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)