دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 165035
د ولسمشر غني د اوربند د پرېکړې په اړه د طالبانو ځواب
د ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې په غبرګون کې د وسله والو طالبانو مشرتابه هم اوربند اعلان کړ.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې « ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي.»
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې به د طالبانو بریدونه دوام ومومي.
همداشان په خبرپاڼه کې راغلي دی، چې د طالبانو مشرتابه به د طالبانو په قید کې د زندانیانو د برخلیک او د هغوي د خوشي کولو په اړه هم غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ویډیو پیام له لارې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبر ورکړ.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغان حکومت د دیني عالمانو وروستي فتوا ته په کتو له وسله والو طالبانو سره د روژې میاشتې له ۲۷ مه نیټې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند اعلانوي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه موده به افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې له پوځي عملیاتو لاس واخلي خو د داعشیانو، القاعدي او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځي عملیات دوام ومومي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmtdytw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته