د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د طالبانو د چاودیدونکو توکو یو لوی محموله چی د پاکستان څخه بار شوی او هغه وخت چی تورخم څخه ننګرهار ولایت ه وارد شوی وو، د ملی امنیت مامورینو له لوری کشف شو.
عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند وویل: ددی کشف شوی محموله څخه نږدی ۸ زره کیلو ګرام چاودیدونکې توکې د پاکستان ساخت نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه: قرار وو چی دا لویه محموله په افغانستان کې تروریستی ډلې لاسرسی ته قرار ونیسی.
د ریپورتونو په اساس، چاودیدونکې توکو بسته په ماهرانه توګه په یو باربری موټر کې د سبزی لاندی ځای پرځای شوی وو.
د ننګرهار والی ادامه ورکړه: چاودیدونکې توکې چی کشف شوی ډیر تخریبوونکې دی.
ویلو وړ دی چی طالبان چاودیدونکې توکې پاکستان څخه واردوی او د هغه څخه بوم، ماین او انتحاری واسکتونه جوړوی او په افغانستان کې په بریدونو کې کاروی.