دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 165587
افغان حکومت: لس ورځنۍ یو اړخیزه اوربند کې کوم بدلون نه راځی
د افغانستان حکومت وایي، د یو اړخېز اوربند په وضعیت کې هېڅ بدلون نه‎راځي او تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې تهاجمي بریدونه بند وي.

ټاکل شوې وه نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د جون ۱۹مه د افغان حکومت له لوري د یو اړخیز اوربند موده ختمه شي، خو ولسمشر اشرف غني دا موده نوره هم وغځوله.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایی چې راتلونکې لس ورځې به افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې هېڅ ډول تهاجمي بریدونه ونه‎کړي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي.
دی وايي:
"د عالمانو او خلکو د غوښتنو پر اساس حکومت د لسو نورو ورځو لپاره اوربند وغځاوه، خو په عین وخت کې موږ په هر حال کې د دفاع لپاره چمتووالی لرو. موږ تمه لرو چې طالبان هم د علماوو او خلکو غوښتني ومني او په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی ختم کړي."
طالبانو د اختر له لومړۍ تر درېیمې ورځې پورې په لومړي ځل اوربند اعلان کړ چې د افغانستان د خلکو او هم د امریکا، بریتانیا، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ناټو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
خو د اوربند په ختمېدو سره وسله‎والو طالبانو د فاریاب، بغلان، غزني، کندهار او هلمند په ګډون د افغانستان په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه له سره پیل کړل.
بل‎خوا داسې انتقادونه هم شوي چې د اختر په ورځو کې ښارونو ته د سلګونو طالبانو راتګ او بېرته خپلو سیمو ته نه تګ خلک اندېښمن کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۵۰۰ وسله‎وال طالبان د دولت تر کنټرول لاندې ښارونو او سیمو ته ورغلي چې ډېر شمېر یې بېرته نه‎دي وتلي.
وسله‎والو طالبانو په خپله تازه اعلامیې کې هغه کسان غندلي چې تر اوربند وروسته د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې پاتې شوي دي.
د دغې ډلي د مشرتابه غړو په وینا هغه طالبان چې د اوربند پرمهال یې له افغان ځواکونو سره عکسونه اخېستې دي، مجازات شي.
 
https://avapress.com/vdch6mnzq23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته