ډاکټر فیصل زیاته کړه، چې دوی پر دې پیښې سخت خواشیني او غمجن شوي دي.
د ولایت مقام له مخې، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ جان څلور لارې کې د یکشبنې په ورځ له غرمې وروسته څه باندې څلور بجې پلي ځانمرګی بريدګر په ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته په چاودنې ورکولو سره د ۱۹ کسانو ژوند واخیست.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغي چې په دغه پېښه کې د ۱۷ اهل هنودو په ګډون ۱۹ وژل شوي او د ۷ اهل هنودو په ګډون ۲۱ نور ټپیان دي.
د عامې روغتیا ادارې د مالوماتو له مخې په ننني ځانمرګي بريد کې له کابله د اهل هنودو احتمالي نوماند اوتار سينګهـ هم وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دی او ښايي د وژل شويو په شمېر کې زياتوالی هم راشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)