د سولې ولسي حرکت د یو بیان په خپرولو سره د روسیي له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر خپل حکومت فشار راولي.
په خبرپاڼه کې راغي چې ”ستاسو حکومت زموږ په ځمکه کې د امریکایانو سره ناخبره جګړه کوي. موږ غواړو دا جګړه ودروو. موږ افغانان یو سوله ایز خلک یو او موږ سوله غواړو. “
د سولې ولسي حرکت له دې وړاندې د امریکا له کانګرېس څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د جګړې درولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د دغه حرکت غړو د امریکا له ولسه هم غوښتي وو چې له خپل حکومت وپوښتې چې ولې یې په افغانستان کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
د امریکا کانګرېس او ولس ته د سولې ولسي حرکت په لیکلي لیک کې راغلي چې ” دا چي په پنځلس ورځو کي يو نظام نړولای سئ، ولي مو په اوولس کاله کي امن رانه ووست؟دا چي دلته بيرته ولي جګړه راپيل کړل سوه، دا تاسو ورڅخه وپوښتئ! موږ نور هيڅ نه غواړو، يوازې جنګ ورک کول غواړو، که تاسو د امريکا ولس د افغانستان په مسئله کي مداخله وکړئ جنګ او تشدد ورک کولو کي کار وکړئ نو په سيمه کي به امريکا خپل بايللی نوم بيرته ترلاسه کړي. “
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)