د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار چارواکو تر اوسه د وژل شویو د هویت په اړه څه نهدي ویلي او دا یې هم نهدي ویلي چې برید کوونکي څو تنه وو.
دا پېښه د سیمې پر وخت سهار شااوخوا نهه نیمې بجې پیل شوه چې د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په لومړیو شېبو کې دوه لویې چاودنې وشوې.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د سعودي عربستان خبري اژانسونو ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د جلالاباد دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سرهیې خواخوږي ښودلې ده.
دا په تېرو دوو اوونیو کې درېیمه پېښه ده چې په ننګرهار ولایت کې کېږي.
د جولای په ۱۰مه په جلالاباد کې یوې امنیتي پوستې ته څېرمه انتحاري حمله وشوه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه پهکې ووژل شول.
داعش وسلهوالو د هغه برید مسؤلیت منلی و.
د جولای په لومړۍ نېټه بیا په همدې ښار کې د هندوانو او سکهانو پر یوې ډلې برید وشو چې ۱۹ تنه پهکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې د هغه برید مسؤلیت وسلهوالو طالبانو واخیست.