فضل الهادي مسلمیار پرون د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدل، د هېواد او حکومت په ګټه دي.
هغه وویل ”حکومت دې هڅه وکړي چې هیواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال بیرته راتګ ته زمینه برابره کړي په دې کې د حکومت او مملکت عزت نغښتی همداراز دې د نوموړي اړوند حقوقي دوسیه د هیواد عدلي او قضایی ارګانونو له لارې تعقیب او رسیدګي دې ورته وکړي.“
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې هېواد د جنرال دوستم د بېرته راګرځېدو احتمال زیات شوی دی.
خو ولسمشر غني زیاته کړه، چې د عبدالرشید دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او هیله څرګنده کړه چې عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه معقوله پریکړه وکړي.
جنرال دوستم له شاوخوا یو کال راهیسې په ترکیه کې دی او په پام کې وه چې نوموړی څو میاشتې مخکې بېرته کابل ته ستون شي تر څو د نوې جوړه شوې ائتلاف د رسمي اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.
د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کوي چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی و او تر وهلو ډبولو وروسته د جنسي شکنجې ښکار شوی دی.
خو د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم دفتر یې د ښاغلي ایشچي دغه ادعاوې بېبنسټه بولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)