افغان غږ خبری آژانس- نومړی د خپل کار په دفتر کې له رسنیو سره د مرکې پر مهال وویل چې د قوماندان قیصاري د خوشي کولو په اړه به له ولسمشر غني سره خبرې وکړي.
جنرال دوستم همداراز حکومت ته خبرداری ورکړ چې که چیرې ولسمشر غني د قوماندان قیصاري د خوشې کولو په اړه د هغه غوښتنې ونه مني نو هغه به یوځل بیا افغانستان پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند چارواکو له دې وړاندې ویلی و چې جنرال عبدالرشید دوستم نن کابل ته ستنېږي او هېواد ته له راګرځېدو وروسته نومړی به د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د یاد ګوند ویاند بشیر احمد تینج ویلي و چې د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلې ځلې به د ولسمشر لومړی مرستیال په لومړیتوبو کې ځای ولري.
د ښاغلي تهینج په وینا، ټاکل شوې چې نظام الدین قیصاري ډېر ژر د ملي امنیت له قید څخه ازاد شي او خپل استوګن ځای ته راستون شي.
نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د جنبش ملي ګوند پلویان به د وروستيو تحولاتو په وړاندې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د راتلونکو برنامو په اړه به په ګډه پرېکړه وکړي.