د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني به د خپل سفر په ترڅ کې د قلعه نو د برېښنا سب سټیشن پرانیزي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته ورسېد. “
د راپورونو له مخې، ولسمشر ممکن په بادغیس ولایت کې د څو ورځو لپاره پاتې شي خو ارګ ماڼی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د جمهوري له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس غني به د قلعه نو د برېښنا سب سټیشن د پرانېستې ترڅنګ چې ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي لین او ۷۰۰۰ کورنیو ته د برېښنا توزیعي شبکه په کې شامله ده، د دغه ولایت له نظامي او ملکي مسئولینو، قومي مشرانو، علماو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، ځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو او مېرمنو، ولسوالانو او د ولایتي شورا وکیلانو سره جلا جلا کتنې ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)