دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 168076
هرات-کندهار لوې لارې په مربوطاتو کې چاودنې نږدی ۴۸ ملکی وګړو ته مرګژوبله اړولي
ه فراه ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي د هرات – کندهار لوې لارې په مربوطاتو کې چاودنې شاوخوا ۴۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فراه والي ویاند ناصر مهري وایي پیښه نن سهار ۴:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د فراه رود په مربوطاتو کې یو مسافر وړونکي موټر په ښخ شوي ماین ختلی، چې د چاودنې له امله یې لږ تر لږه ۸ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وایي د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۱ نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې موده رانغاړي، ښیي چې د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې ډیر – ۱۶۹۲ تنه مړه – مکلیان وژل شوي، چې دغه شمیره د تیرو لسو کلونو په پرتله له کومه چې د ملکیانو مرګ ژوبله ثبتیږي، ډیره ده.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل پاتې شوی.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان(  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 
https://avapress.com/vdcd5j0f9yt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته