دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 168210
کابل کې د افغان پوځ هلیکوپټر سقوط کړی
د کال ولایت د سروبي ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې ده.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې پیښه تېره ورځ د مازدیګر په وخت د سروبي د اوبو بند په جنوب کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د پوځ یوه هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله بیړنی ناسته کړی او په ترڅ کې د هلیکوپټر یوه عمله ټپي شوی دی.
د دفاع وزارت په وینا، د هلیکوپټر د امنیت لپاره امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
سروبي د کال ولایت په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولسوالیو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
امنیتي سرچینې تېره میاشت وویل، چې د پیښې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور امنیتي سرتېري ټپیان دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfj0fzyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته