ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې مشورتي ناستو کې چې له څو ورځو راهیسې یې په ارګ کې جریان درلود، جمهوررئیس محمداشرف غني د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدرب الرسول سیاف، حضرت صبغتالله مجددي، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، استاد محمد محقق، انجنیر محمد خان، انجنیر ګلبدین حکمتیار، استاد محمدکریم خلیلی، محمدالماس زاهد، میر امان الله ګذر، حاجي اقبال صافي، حاجي دینمحمد، عبدالحکیم منیب، استاد محمد اکبري، سید حامد ګیلاني، انورالحق احدي، عبدالهادی ارغندیوال، عطاالله لودین او د سید اکرام الدین په مشرۍ د اسلامي جمیعت د انسجام شورا یو شمېر غړو سره جلا کتنې لرلې.
د ارګ ماڼی په وینا، د هېواد سیاسي رهبرانو او مشرانو د سولې او امنیت، اوربند او ټاکنو په ګډون د افغانستان د روان وضعیت او سیاسي مسایلو په اړه خپل لیدلوري، وړاندېزونه او نظریات له جمهوررئیس سره شریک کړل.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر غني له ننګونو او ستونزو څخه د افغانستان د وتلو لپاره د هېواد د مهمو ملي مسایلو په اړه مشوره یو اصل وباله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ملي او سیاسي مشرانو له طرحو او نظریاتو څخه د استفادې په موخه به مشورتي ناستې دوام ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)