ښاغلي محقق په یوه بیان کې ویلي، چې وسله والو طالبانو په غزني ښار کې یې شاوخوا ټول دولتي بنسټونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په شهادت رسولي.
ښاغلي محقق وایي د غزني ښار د ژغورنې لپاره د حکومت مرسته ناوخته ورسېده په داسې حال کې چې د غزني ولایت مرکز له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له ګواښونو سره مخ وو.
د ښاغلي محقق په وینا، تر دې مخکې د جغتو، قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو کنټرول هم د طالبانو لاس ته لوېدلي و، خو حکومت د خپل کاذب غرور او یا هم د خلکو غوښتنو په اړه د بې اعتنایي له امله د طالبانو په وړاندې هیڅ کوم دفاعي یا تهاجمي اقدام نه دی کړی او پر ځای یې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو په تنظیمولو بوخت دی.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال له جوزجان ولایت څخه د تسلیم شویو داعشیانو د انتقال په اړه د حکومت پر اقداماتو هم تونده نیوکه وکړه او وې ویل چې په حکومت کې د داعشیانو د انتقال لپاره سیاسي اراده وجود لري خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفاتو ته اهمیت نه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون د سهار په وخت د غزني ولایت پر مرکز ډلییز بریدونه پیل کړل.
د راپورونو له مخې، د غزني ښار په ځینو برخو کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ خال خال نښتې دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)