دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 168979
په هرات کې د انګورو کلنی جشن پيل شو
د افغاستان په لویدیځ هرات ولایت کې د چهار شنبې په ورځ د انګورو کلنی جشن پیل شو.
د هرات ولایت مقام په وینا، د انګورو څلورم کلنی جشن د هرات والي محمد اصف رحیمي او د کرهنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني له خوا پرانیستل شو.
چارواکي وایي د انګورو کلنی چشن ترڅنګ په هرات ولایت کې د کرنیزو محصولاتو تر ټولو ستر نندار هم پرانیستل شوی دی.
د هرات ولایت د کرهنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي وایي، د دغه نندارتون په ۵۴ غرفو کې د قندهار، هلمند، هرات ، بلخ او بادغیس ولایتونو او د جلال اباد ښار کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي.
د هرات والي محمد رحیمي وویل، چې د وچکالي او نورو ستونزو سره سره سږ کال به د هرات ولایت له باغونو څخه ۱۳۰ ټنه انګور ترلاسه شي.
نوموړی زیاته کړه، چې سیمه ییزو هېوادونو ته د ۷ زرو ټنو انګورو د صادرولو لپاره یوه قرارداد شاخوا یوه میاشت مخکې لاسلیک شوی دی.
د ښاغلي رحیمي په وینا، د انګورو باغونو لپاره په هرات ولایت کې ۸۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د ممیزو د تولیداتو او صادراتو پراختیا لپاره به د ممیزو ۱۵۰ خونې هم جوړې شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfecdy1w6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته