دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۵۵
د مطلب کود : 169216
امریکا بهرنیو چارو وزیر: طالبان دی د افغان حکومت او خلګو اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د اوربند او سولې په اړه د افغان حکومت او خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

په کابل کې امریکا سفارت د ښاغلي پامپیو له خوله په یوه بیان کې لیکلي ”متحده ایالات د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو تر ګډون پورې د مشروط اوربند اعلانولو هرکلی کوی. دغه پلان د سولې لپاره د افغانانو روښانه او اوږدمهاله غوښتنې ته ځواب دی. “
ښاغلي پامپیو زیاته کړه ”په افغانستان کې مخکیني اوربند د جګړې ختمېدو ته د افغانانو د ژورې لېوالتیا څرګندونه وکړه، مونږ هیله لرو چې دغه اوربند به هېواد د تلپاتې امنیت خوا تته بوزي. متحده ایالات او زمونږ نړیوال متحدین د افغانستان خلکو او حکومت د دغه نوښت څخه ملاتړ کوي، او د طالبانو څخه غواړو چې په کې ګډ شي. مونږ او نړیواله ټولنه هیله من یو چې سږ کال د افغانستان خلک لوی اختر په سویله ایزه فضا کې د ترهې پرته ولمانځي. “
هغه وویل ”متحده ایالات د هر اړخیزو خبرو اترو لپاره چې دواړه لورېورباندې سلا شي، د ولسمشر غني د وړاندیز ملاتړ کوي. مونږ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو په برخه کې د ملاتړ، اسانتیاوو برابرولو او ګډون لپاره چمتو یو. د خبرو اترو پر وړاندې هېڅ خنډ شتون نه لري. اوس د سولې وخت را رسېدلی دی. “
د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام له وسله والو طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.
نوموړی نن  د افغانستان د خپلواکی په ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وینا پر مهال وویل ”موږ د سولې، انتخاباتو او اصلاحاتو لپاره ژمن یوو او په دې هکله له استثنا پرته له ټولو اقشارو سره سلا مشورې شوي او دا مشورې دوام لري. “
د ارګ ماڼی له مخې ”ولسمشر غني یادو مشورو ته په اشارې او د اسلامي نړۍ د علماو  غوښتنې ته چې په حرمین الشریفین کې راټول شوي وو او د اسلامي همکاریو سازمان، د حرمین الشریفین خادم او د سعودي عربستان د پاچا غوښتنو ته په درناوي او  د سولې عالي شورا او د علماو سراسري شورا وروستۍ غوښتنې او د دې لپاره چې افغانان د لوی اختر ورځې په آرامه او سوله‎ییزه فضا کې تېرې کړي یو ځل بیا سبا له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده تر میلاد النبي ورځې پورې په دې شرط چې طالبان هم په دې مبارکو ورځو کې اوربند اعلان او رعایت کړي،اوربند اعلان کړ. “
 
https://avapress.com/vdca6on6i49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته