دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 169263
طالبان د مسکو د سولې په مذاکراتو کې ګډون کوي
افغان طالبانو د مسکو "په نړیوالو مذاکراتو" کې د گډون کولو لپاره د روسیې وړاندیز منلی چې ټاکل شوې د سپټمبر د میاشتې په څلورمه وشي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ښایي د قطر په دفتر کې د طالبانو لوړپوړی استازی شیرمحمد عباس ستانکزی، پدغو مذاکراتو کې گډون وکړي، خو په قطر کې د طالبانو دفتر تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د جمهور رئیس ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، د یکشنبې په ورځ (اگست ١٩) د روسیې د انټرفاکس اژانس ته ویلي وو چې روسیې د "افغانستان د سولې نړیوالو مذاکراتو" ته تیاری نیولی او طالبانو ته یې هم د ګډون بلنه ورکړې.
ښاغلي کابلوف دغه غونډه "په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر لپاره یو چوکاټ" گڼلی او ویلي یې دي چې د طالبانو استازي هم دغې غونډې ته بلل شوي دي.
مسکو د ٢٠١٧ کال په اپریل کې د افغانستان په هکله د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب هم کړی و چې په هغه کې د افغانستان، هند، ایران، چین، پاکستان او د مرکزي اسیا د پنځو هیوادونو استازو برخه اخیستې وه. د امریکا استازې سره له دې چې دغه کنفرانس ته بلل شوی و، خو په کې یې گډون ونه کړ.
له بلې خوا د افغان طالبانو فراري مشر هیبت الله اخندزاده، د شنبې په ورځ د امریکا هغه وړاندیز چې د افغان حکومت سره دې خبرې وکړي "غیر منطقي او غیر عملي" وگاڼه او یو ځل بیا یې د امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه.
خو د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د دوشنبې په ورځ (اگست ٢٠) د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې په هر ډول خبرو کې باید د افغانستان حکومت شامل وي.
میرمن ویلز زیاته کړه چې د طالبانو او واشنگټن ترمنځ مستقیمې خبرې به ونه شي "خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي او مونږ ددې [خبرو] لپاره کوم علل البدل نه یو."
پدې ترڅ کې په مسکو کې د افغانستان سفیر عبدالقیوم کوچي د روسیې انترفکس اژانس ته ویلي چې روسي مقاماتو پخوا هم څو ځلې د طالبانو له استازو سره لیدنې کتنې کړې دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceoqs12bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته