دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
د مطلب کود : 170832
افغانستان او اجرائیه رئیس عبدالله ته د پاکستان د نوی حکومت پیغام
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

ښاغلي قریشي د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د پاکستان د نوی حکومت له پیغام سره کابل ته راغلی دی.
د اجرائیه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي په حواله راغلي، چې د پاکسان نوی حکومت چمتو دی چې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو زیر ښاغلي شاه محمود قریشي د یوې لوړپوړي پلاوي په مشری نن د غرمې مخکې کابل ته را ورسېد.
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
د ارګ ماڼی په وینا، د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ارزښت ته په اشارې وویل، دا هراړخیز پلان دی او موثریت به یې هغه مهال د پام وړ وي چې بشپړعملي او تطبیق شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت  سولې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه  د بحث ترڅنګ، د هغه پر هراړخیز تطبیق ټینګار وشو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz9qxak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته