تاکل شوې چې ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصلی ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له منشې تهمینه جنجوا سره کتلی دی.
ښاغلي فیصل زیاته کړه، چې د ښاغلي خلیلزاد په مشری امریکایي پلاوي به نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیده کاته ولري.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم په دغه سفر کې له ښاغلي خلیلزاد سره ملتیا کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تردې مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ښاغلي خلیلزاد به د افغانستان او پاکستان په ګډون متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم سفرونه ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)