دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 173086
اجرائيه رئيس کندهار ولايت ته د يوه سفر په ترڅ کي د شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزي کورته ورغۍ او هغوئ ته يې د تسليت مراتب وړاندي کړه
د پنجشنبې په ورځ تر غرمي مخکي د هيواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائيه رياست مرستیال محمد محقق، د ملي امنيت رياست مرستیال ادیب فهیم، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د ځينو وزارتونو او عمومي رياستونو استازو، د جمهوري ریاست او اجرائيه ریاست سلاکارانو، د ځينو ولایتونو مخکنیو والیانو، د شمالي او مشرقي ولایتونو قومي مشرانو او متنفذینو او ګڼ شمیر نورو په ملتیا کندهار ولايت ته سفر وکړ او دلته يې د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په ملتيا د شهید لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي د کورنۍ د غړو او دوستانو سره د غم شریکۍ مراتب پر ځاي کړل .
اجرائیه رئیس او ورسره مل پلاوي کندهار ښار ته د راتګ سره سم لومړي د خرقي مطهري زیارت ته ولاړل او هلته يي د قران الکريم د څو صورتونو تر تلاوت وروسته د تېري پنجشنبي ورځي د خونړي پيښي ټولو قربانیانو ته د دعا لاسونه پورته کړل او ورته يي د مغفرت دعا وغوښتل .
وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله د مل پلاوي سره د شهید لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي د قبر سر ته ولاړ او هلته يي د شهید د ارواح د خوښي او په هیواد کي د دایمي سولي راتلو لپاره د دعا لاسونه لپه کړل او شهید ته يي د الله ج له درباره د مغفرت دعا وغوښتل او پر قبر يي د ګلو ګيډي ور کښېښودل، همدارنګه اجرائيه رئيس د شهید سترپاسوال عبدالرازق مور بي بي، وروڼو او د کورنيو نورو غړو ته د تسلیت په موخه د هغوئ کورته ورغلل او دعا يې وکړه .
ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چي ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي پخپل غیرت، شهامت، زړورتیا، د وطنپالني د ژوندي حص او د ولسواکي لپاره د ژمنتا په برخه کي داسي هلي ځلي وکړي، چي د ټول هیواد ولسونه يي د نامه سره اشنا سول او د شهید یادو صفتونو ته په کتو د هیواد په ګوټ ګوټ او بهر کي ولسونو د وطني احساس او عاطفي له مخي دده فاتحه واخيستل او ځیني چوکونه يي شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي په نامه کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaen6i49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته