په پیل کې د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد شریف یفتلي او د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان دادان لونګ د پکتیکا د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږئ ډاډ یې ورکړ.
جمهوررئیس غني د پکتیکا والي او د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوره مدیریت مننه وکړه او ویې ویل، هغه ځواکونه چې د امنیت په تامین کې یې اغېزناک رول لرلی باید تقدیر شي.
جمهوررئیس وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د کنډکونو او لواګانو په کچه عملي پلانونه ولري ترڅو له ځواک څخه په موثره توګه ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې ۲۰۳ تندر قول اردو باید د زون لپاره په پراخه کچه واضح پلان ولري.
جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په همکارۍ کې د پکتیکا د ولس رول اغېزناک وباله او د دغه رول پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)