دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۶
د مطلب کود : 174487
امنیتی ځواکونو او دفاعی ځواکونو کابل ښار پرونی برید په اړه ولسمشر اشرف غنی ته راپور وړاندې کړ
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي امنیتي او دفاعي چارواکو د کابل ښار د پرونی برید په اړه راپور ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر غني مشرۍ د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د کابل په اورانوس هوټل کې د مولود شریف د نمانځنې پر مراسمو د تېرې شپې ترسره شوي تروریستي برید په اړه راپور وړاندې کړ.
ارګ ماڼی په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې غونډې پرېکړه وکړه چې د قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره دې د جمهوري ریاست د چارو ادارې او علماو سراسري شورا ګډ پلاوی واستول شي او د چارو اداري عمومي ریاست او بېړنیو حالاتو کمېټې د رسېدنې ټیم دې د یادې پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
د ارګ ماڼی له مخې، دغه راز په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمدشریف یفتلي د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ وې ویل، وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په یادو سیمو کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمال په خاطر لازم اقدامات شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وسله‎وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د قرقین او بلخاب ولسوالیو امنیتي وضعیت هم وارزولو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې په یادو ولسوالیو کې دې مېشتو ځواکونو ته د اکمالاتو له اړخه زیاته پاملرنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcg7t9quak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته