دخپریدو نیټه :شنبه ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 174641
ترهګر  عملاً د دیني او اسلامي ارزښتونو مبلغینوسره په جنګ کې دي
ترهګر پر علمای کرامو، قاریانو، دیني او اسلامي محافلو د بریدونو په ترسره کولوسره ښیي چې عملاً د دیني او اسلامي ارزښتونو مبلغینوسره په جنګ کې دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هغه ترهګریز برید په سختو ټکو غندي چې په پایله کې یې د کابل د علماو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني شهید شو. ترهګر پر علمای کرامو، قاریانو، دیني او اسلامي محافلو د بریدونو په ترسره کولوسره ښیي چې عملاً د دیني او اسلامي ارزښتونو مبلغینوسره په جنګ کې دي.  
جمهور رئیس اړوندو امنیتي مسوولینو ته د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د سپارلو دستور ورکړ وې ویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د جنګ پر ختېمدو او سولې ته پر رسېدو زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د علماو اراده نشي کمزورې کولی.

محمد اشرف غني شهید مولوي عبدالبصیرحقاني ته د فردوس جنت دعا ترڅنګ د نوموړي کورنۍ، دوستانو او د افغانستان علماو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.   
 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci55azzt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته