دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۲
د مطلب کود : 174720
په جوزجان کې افغان ځواکونه له یوې پوځي اډې وتلي
په جوزجان کې افغان امنیتي ځواکونه د دې ولایت د خماب ولسوالۍ له دیو قلعه پوځي اډې څخه وتلي دي.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د پوځي مصلحت له مخې افغان ځواکونو دا اډه پریښې ده.
دی وایي:"پوځي کمېټې د سیمې د مخورو په مشوره پرېکړه وکړه چې دیو قلعه اډه چې شااوخوا يې ابادي نشته او لېرې په یوې دښته کې ده چې امنیتي ځواکونو ته يې پر وخت مرسته هم نشي رسېدای، تر څو چې عملیاتي پلان جوړېږي، د اوس وخت لپاره تخلیه شي."
د جوزجان والي وویل، خماب ولسوالۍ دوه میاشتې وړاندې سقوط وکړ، خو د امنيې قوماندانۍ پرسونل هلته پاتې و چې وسله والو پرې اوبه یندې کړې وې او سرتېري له ستونزو سره مخ وو.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxt9qzak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته