په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږده وینا وکړه او پکې یې د بروکسل له کنفرانس را وروسته د ملي یووالي د حکومت په اصلاحاتو او هغو تعهداتو عملي کولو خبرې وکړې، چې دغه حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړي وو.
ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ويناء کې وویل چې د سولې د مذاکراتو لپاره یې یو مذاکره کوونکې ډله جوړه کړې ده او دا ډول یې د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره د سولې په تړاوو مشورتي بورډ هم جوړ کړی دی.
ولسمشر غني وویل "مونږ د سولې د مذاکراتو لپاره یو دوولس کسیزه مذاکره کوونکې ډله ټاکلې ده، چې مشري یې د ریاست جمهوري د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي، پدې ډله کې ښځې او سړي شامل دي".
ولسمشر غني په خپله ويناء کې دا هم وویل چې له افغان طالبانو سره د سولې د داسې تړون غوښتونکي دي، چې پکې طالبان د یوې ډیموکراتیکې ټولنې غړي شي.
ولسمشر غني دا هم وویل چې د ۱۳۹۸ د پسرلي ټاکنې د سولې د مذاکراتو لپاره یو کلیدي خبره ده.
د جینوا کنفرانس ته د افغانستان اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په تړاوو یوه کړنلاره وړاندې کړه. هغه وویل "د سولې وړاندیزونه بې له قیده شرط سمه دي، خو د سولې د مذاکراتو پیل او خپله مذاکرات بې له قیده او شرطه غیری ممکن دي".
پدې کنفرانس کې د اروپايي ټولنې مشرې فدریکا موګریني بیا وویل چې د سولې د بې قیده او شرط خبرو مفهوم دا ندی چې د تیرو کلونو لاسته راوړنې له پامه پکې وغورځول شي.
د جینوا د کنفرانس اصلي ناسته نن چهارشنبه پيل شو او پکې د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او مرستیال وزیرانو برخه اخیستې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)