دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 174922
جمهور رئیس غني د المان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
په دغه کتنه کې چې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او المان تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، همکاریو، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو او ټاکنو په هکله خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني  سویس ته د خپل رسمي سفر په دریمه ورځ نن سهار د المان د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او المان تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، همکاریو، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو او ټاکنو په هکله خبرې وکړې.
جمهور ریس غني وویل، حکومت په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ژمن دی، ځکه دا زموږ د خلکو مهمه غوښتنه او زموږ اساسي مکلفیت دی. هغه زیاته کړه، د تېرو څلورو کالو د هلو ځلو  له برکته د سولې لپاره په ملي او بین المللي کچه ښه زمینه برابره ده، له دغه فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر د المان او افغانستان د اړیکو په لا پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ وویل، هیواد به یې د نړیوال ستراتیژیک شریک په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي. هغه زیاته کړه، موږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوو او په ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده به پر خپل وخت ترسره شي هر ډول تخنیکي همکارۍ ته چمتو یوو.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د شویو مرستو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان او المان دوه نږدې او پخواني دوستان دي او زموږ مناسباتو د همکارۍ او دواړو هیوادونو د ملتونو متقابلو ګټو ته د درناوي په اساس استوار دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauyn6u49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته