دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 175636
کابل ښار باندی یوه توغندیز برید مخه نیول شوی
په پلازمېنه کابل کې امنیتي چارواکي د کابل پر ښار د یوه توغندیز برید د شنډیدو خبر ورکوي.


د کابل امانیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې دغه توغندی د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې توغولو ته ځای پرځای شوی و، چې د دوی د امنیتې ځواکونو له خوا یې مخه نیول شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه BM1 ډوله توغندی چې د دشت پدوله په مربوطاتو کې ځای پر ځی شوی و، چې پرون یکشنبه شاخوا ۶:۳۲ بجې د ملي پولیسو له خوا یې کشف او خنثی شو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0f9yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته