دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 175821
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: د کابل د رأیې شمېرنې بهیر بیا ځلي پیل شو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل د رأیې شمېرنې بهېر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته بیا ځلي پیل شو.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د چهارشنبې په ورخ ازادي راډيو ته وویل، تراوسه د کابل ۹۰ سلنه رأیې شمېرل شوي او هڅې روانې دي، څو د راتلونکي اوونۍ تر پایه د کابل د رأیو نتایج اعلان شي.
نوموړي وویل، د چهارشنبې ورځې تر پایه د درېیو ولایتونو د رأیو نتایج هم اعلانوي، خو نوموړي د دغو ولایتونو نومونه وا نه‌خېستل.

"د کابل د رأیې شمېرنې بهیر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته بېرته نن بیا ځلي پیل شو، د انتخاباتي شکایتونو کمېسېون کارکوونکي هم راغلي او پروسه روانه ده هغه اسناد چې هغوی اړتیا درلوده د کمېسیون له لوري ورته سپارل شوي، څو شکایتونو ته رسېدنه وشي او د کابل نتایج هم اعلان شي."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د ۲۵ ولایتونو د رأیو لومړني نتایج اعلان کړي دي.
د ولسي جرګې په انتخاباتو په ځانګړي ډول کابل کې د شوي تقلب په تړاو وروستي غبرګونونه د دې سبب شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، څو د ۱۸۲ انتخاباتي مرکزونو رأیې بیا وشمېرل شي، خو په دغه بهیر کې د شکایتونو کمېسیون د کابل د ټولو مرکزونو رأیې باطلې اعلان کړې.
له بلې خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له غبرګونونو وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د اسنادو سپارلو په شرط چې په اساس یې تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي له خپلې پرېکړې په شا شو او له دغه کمېسیونه سره هوکړې ته ورسېدې.
د کابل د بیا شمېرنې بهیر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټول اړین اسناد د شکایتونو کمېسیون ته ور سپارل شوي، څو د کابل د رأیو په تړاو پریکړه وکړي.
په همدې حال کې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، دواړه کمېسیونونه پرته له کومې مقدمې مخ کې ځي چې دا به د دواړو کمېسیونو ترمنځ اختلافات لا زیات او په وینا یې یادې کړنې به د پروسې په شفافیت هم خپلې اغېزې ولري.

 
https://avapress.com/vdcj8ievvuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته