د روسیې د استخباراتو فدرالي ادارې پاول وېلان د ډېسمبر په ۲۸مه د جاسوسۍ په تور ونیو.
هغه د امریکا په سمندري ځواکونو کې خدمت کړی او د امریکا د مشیګن ایالت اوسېدونکی دی.
د پاول کورنۍ ویلي چې هغه جاسوس نه دی او د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې، ویلي چې د امریکا متحدو ایالاتو د ډېسمبر په ۲۹مه د دیمیتري مکرینکو په نوم یو وګړی نیولی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا وګړی د شمالي ماریانا ټاپوګانو په سیمه کې نیول شوی او بیا فلوریډا ته بیول شوی دی.
د روسیې حکومت پر دې وګړي د لګېدلي تور په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا حکومت دوی ته هېڅ خبر نه دی ورکړی او د هغه له کورنۍ څخه یې دا معلومات تر لاسه کړي دي.
په مسکو کې د امریکا سفارت یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر دې مسئلې خبرې نه دي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)