د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، صمیم استانکزی د همیشه بهار تلویزیون او رادیو صاحب امتیاز نی رسنیو ته ویلی دی چی بیله کوم دلیله اتل استانکزی د پولیس سرتیرو له لوری بیول شوی دی او اوس د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانی کې وخت تیروی.
نی د افغانستان آزاد رسنیو ملاتړ کوونکې، د ښاغلی اتل استانکزی نیول کیدنه په دی صورت کې چی رسنیزه کار پوری اړوند وی، غیری قانونی بولی او د داخله وزارت څخه غواړی چی هرڅه ژیر ښاغلی اتل آزاد کړی او که هغه کار په اړوند کوم شکایت شتون لری باید د قانونی لاری څخه پیګیری او رسیدګی ورته وشی.