دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 179042
د سرپل د ګوسفندي ولسوالۍ مرستیال طاهر عزیزي ووژل شو
د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ مرستیال طاهر عزیزي ووژل شو.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.
اماني پرون د فبرورۍ په ۲مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د ګوسفندي د ولسوال مرستیال ماښام له جوماته کور ته د تګ په حال کې وژل شوی دی.
ذبیح الله اماني:
"هغه ماښام تر لمانځه وروسته خپل کور ته روان و، طالبانو حمله ورباندې کړې او وژلی یې دی، طالبان نور تښتېدلي خو یو تن یې د سیمې له پاڅون کوونکو سره په نښته کې وژل شوی او مړی یې پاتې شوی دی.
دا پېښه د ګوسفندي ولسوالۍ په قل قلعه سیمه کې شوې ده.
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي
 
https://avapress.com/vdci53azrt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته