د اروپايي ټولنې په دې غړو هېوادونو کې اتریش، بریتانیا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، لاتویا، لیتوانیا، هالنډ او سویډن شامل دي.
فرانسې ویلي، خوان ګوایدو حق لري، څو په ونزویلا کې انتخابات ترسره کړي، خو نیکولاس مادورو په خپل هېواد کې د انتخاباتو دایرول رد کړي او ځان یې د ونزویلا ولسمشر بللی دی.
د اروپايي هېوادونو دا ډله په ونزویلا کې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د ټاکل شوي اته ورځني مهلت له پای ته رسېدو دا منظم اقدام کوي.
۳۵ کلن خوان ګوایدو په ونزویلا کې د اپوزیسيون مشر او د دې هېواد د ملي اسامبلۍ رئیس د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه په داسې حال کې چې سلګونو زرو کسانو په ټوله ونزویلا کې د نیکولاس مادورو د ولسمشرۍ پر ضد اعتراضونه وکړل، خپل ځان د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ.