دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 184397
پاکستان د افغانستان شارژدافیر احضار کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني سرتېرو د وژلو له کبله اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي چې افغان شارژدافیر ته ویل شوي دي هغه بریدګر چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ، د "پکتیکا د ګیان او برمل له ولسوالیو" څخه ورغلي وو.
پاکستان وايي چې بریدګرو د سپکو او درنو وسلو او ډزې هم کړې دي. پاکستان له دې کبله افغانستان ته اعتراض کړی دی.
پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې افغان شارژدافیر ته ویلي دي چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې امنیت او ثبات ګډوډي.
اعلامیه وايي ۷۰-۸۰ ترمنځ وسله والو پر پاکستاني سرتېرو برید کړی دی. پاکستان وايي په برید کې درې سرتېري وژل شوي او بریدګر بېرته تښتېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې افغان ځواکونو د بریدګرو د مخنیوي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (مۍ۱) ویلي وو چې په برید کې یو شمېر پاکستاني سرتېري ژوبل شوي هم دي او د دې تر څنګ یو شمېر ترهګر وژل شوي او ژوبل شوي هم دي. لا کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.
پاکستان داسې مهال دا خبره کوي چې افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی چې وسله وال طالبان او نور ترهګر یې په خپلې خاورې کې ساتي، روزي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwknzq23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته