دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 185406
په لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړه
د کرېکټ په لومړۍ نړیواله لوبه کې پرون یک شنبه ایرلینډ افغانستان ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.
لومړی توپه وهنه ایرلیند ملې لوبډلې وکړه چې د سټرلينګ د ۷۱ او لوبډلمشر پورټرفیلډ د ۵۳ منډو پر مټ افعانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لورې افتاب عالم او دولت ځدران درې- درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۳۷ منډو وسوځېدل.
اصغر افغان ۲۹ او نبي ۲۷ منډې تر سره کړې او تر ټولو ښه وځلېدل. د آېرلېنډ له لورې اډېر څلور، رېنکن درې او مرټاګ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د دغه لړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې په ۲۱ مه بلفاسټ کې تر سره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyievmuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته