جمهوررئیس غني د دغه وحشيانه عمل د غندنې ترڅنګ وویل،د ملکي بنسټونو پرکارکوونکو برید چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، غیر انساني عمل او جنایت دی.
جمهوررئیس زیاته کړه: تروریستان د جګړې په ډګر کې د خپلو ماتو د پټولو په خاطر ملکي وګړي او عامه تاسیسات هدف ګرځوي، خو دوی باید پوه شي چې په دغه ډول پلیتو کړنوسره هېڅ وخت خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی.
د هېواد جمهوررئیس د دې دردناکې پېښې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو ادارو ته د شهیدانو کورنیو ته د رسیدنې او د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.