حافظ سعید د هغې وسلهوالې ډلې مشر چې د ځینو په باور په افغانستان او سیمه کې په ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس درلود او له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې ترینګلې کړې وې، د حافظ سعید نیول کېدل د افغانستان د حکومت له هرکلي سره مخامخ شوی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو سره په دی اړه وویل چی تمه ده چې پاکستان باید د ټولو هغه ترهګرو ډلو پر وړاندې صادقانه اقدام وکړي چې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.
دی وايي: "یوازې دا قدام بسنه نهکوي، تمه لرو چې پاکستان د هغه ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي چې په افغانستان کې ورانکاره فعالیتونه کوي او پاکستان کې خوندي ځایونه لري، دا اقدام ښه دی، خو نورو ډېرو اقداماتو ته هم اړتیا ده."
تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان وکړه چې د لشکر طیبه پخوانی مشرحافظ سعید یې نیولی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټويټر کې وليکلي چې د حافظ سعيد نیول کېدل، پر پاکستان د دوو کلونو د فشار نتيجه ده.
په حافظ سعید تورونه دي چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند په ممبي په یو ترهګریز برید کې لاس درلود چې پهکې ۱۶۶ تنه ووژل شول.
په همدی حال افغان حکومت هم ویلي چې د لشکرطیبه په ګډون یو شمېر پاکستانۍ تروریستي ډلې په افغانستان کې په ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري.
حافظ سعید له دې وړاندې هم په پاکستان کې نیول شوی و، خو وروسته بېرته خوشی شوی و.
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د حکومت له لوري د حافظ سعید له نیول کېدو هرکلی کوي.
په همدې حال باورونه داسې دي چې د پاکستان صادقانه اقدامات د ترهګرۍ پر وړاندې کولای شي د افغانستان پر روانو حالاتو پیاوړی تاثیر ولري.